قوقندي: چمن-سپین بولدک تړل شوې لار ښايي پرانیستل شي

د افغانستان سوادګرۍ او صنایو وزارت وايي، ممکن د چمن-سپین بولدک لاره چې د پاکستان له لوري تړل شوې نن بېرته پرانیستل شي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغان او پاکستاني لوړپوړو چارواکو تر منځ خبرې روانې دي او ښايي تر څو ساعتونو د سپین بولدک او چمن تر منځ غځېدلې لار بېرته پرانیستل شي.

ښاغلي قوقندي زیاته کړه:

"د افغانستان لوړپوړي چارواکي په جریان کې دي خبرې روانې دي او هڅې په لوړه کچه ادامه لري او انشاالله ډېر ژر چې ښايي تر راتلونکو څو ساعتونو دغه لار بېرته پرانیستل شي."

پاکستان شپږ ورځې وړاندې دغه لار له هغې وروسته وتړله چې یو شمېر کسانو د سپین بولدک او چمن تر منځ سیمه کې د پاکستان بیرغ ته اور واچوه.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال بیا دغه پېښه غندلې او وايي هغه کسانو چې د پاکستان بیرغ سوځولی د افغانستان حکومت او یا خلکو استازیتوب نه‌کوي.