زاخېلوال سپین بولدک کې د پاکستان بیرغ ته اور اچونه وغندله

په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د سپین بولدک او چمن تر منځ سیمه کې د یو شمېر کسانو له لوري د پاکستان بیرغ ته د اور اچولو پېښه وغندله او ویې‌ویل چې بیرغ د یوې ځانګړې ادارې نه بلکه د یوه هېواد او ولس استازیتوب کوي.

زاخېلوال پرون سې شنبې پر ټویټر وویل:

"هغه کسان چې د پاکستان بیرغ‌یې سوځولی د افغانستان د حکومت او خلکو استازي نه‌دي. افغانان او د افغانستان حکومت د پاکستان یا بل هېواد ولس ته د داسې سپکاوي ملاتړ نه‎کوي."

د زاخېلوال په وینا، تر دې پېښې وروسته پاکستان حکومت د چمن او سپین بولدک لاره بنده کړه چې له امله‌یې د دواړو خواوو ولسونو ته زیات تاوان رسېدلی دی.

د بولدک او چمن لاره له تېرې چهارشنبې راهیسې بنده ده.

په کندهار کې چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو پنځو ورځو کې د لارې بندېدو له امله د مېوې سوداګرو ته زیات مالي تاوان رسېدلی ځکه هوا ډېره ګرمه ده.

کندهار چارواکي وايي چې په‎ دې ولایت کې يې د پاکستان له قونسل سره رسمي

خبرې کړي او په اسلام‎اباد کې هم له افغان لوري د دې ستونزې د حل سیاسي هڅې روانې دي.