لښکرګاه ته نږدې عملیاتو کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی

ناټو د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه ته نږدې د وسله والو طالبانو په وړاندې عملیاتو کې د یوه امریکایي سرتېري د وژل کېدو خبر ورکوي.

په هغه بیان کې چې د ناټو په مشرۍ ایتلافي ځواکونو خپور کړی، د یوه بل امریکایي سرتېري د ټپي کېدو خبره هم شوې ده.

په افغانستان کې د امریکایي او د ناټوځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن د غه مرګ ژوبله تایید کړه.

د هغه د دفتر له خوا د خپاره کړي بیان له مخې امریکایي ځواکونو له افغان سرتېرو سره د روزنې، هغوی ته د سلا ورکولو او مرستې فعالیت مخ ته وړ چې پرګزمې یې یوه ښخ شوې چاودیدونکې وسیله وچاودېده.

روانه اوونۍ شاوخوا سل امریکایي سرتېري لشکرګاه ته استول شوي او د امریکا پوځ ویلي چې دغه ځواکونه هلته په موقت ډول ځای پرځای شوي خو دا یې نه دي ویلي چې دوی به ترکله هلته وي.

د جولای د میاشتې له وروستیو راهیسې وسله والو طالبانو په هلمند کې ډیرې سیمې لاندې کړي ان تردې چې جګړې یې لښکرګاه ته ورنږېدې کړی چې ورسره د دې ښار د احتمالي سقوط په اړه هم اندیښنې زیاتې شوي دي.