روغتیا وزارت: د طبي محصولاتو او درملو ستراتیژي وروستۍ شوه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د طبي محصولاتو او دارو درملو ستراتیژۍ د اقتصاد عالي شوار له‎خوا وروستۍ شوه.

د دغه وزارت ویاند وحید مجروح نن په کابل کې خبریالانوته وویل چې دا مهال افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو نېږدې ۵۵ سلنه دارو درمل په غیرقانوني توګه راوړل کیږي.

ښاغلي مجروح وویل چې د دې نوې ستراتیژۍ په پلي کېدو سره به د بې کیفیته او قاچاقي دارو درملو د راتګ مخه ونیول شي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه:

"دغه ستراتیژي له موږ سره مرسته کوي، څو هغه دواګانې چې اخېستل کیږي له معتبرو کمپنیو څخه باید واخېستل شي چې په دې سره د قاچاقي دواګانو مخه نیول کیږي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په له مخې افغانستان دا مهال نږدې ۹۵ فیصده دار درمل او طبي محصولات واردوي چې د بې کیفیتۍ ترڅنګ نورې بېلابېلې ستونزې هم لري.