ځواک: نادعلي کې د افغان او بهرنیو ځواکونو عملیات پيل شول

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي، د یاد ولایت په نادعلي او باباجي کې د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ عملیات پیل شول.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، د بهرنیو ځواکونو د هوايي او ځمکني ځواک په مرسته عملیات پیل شوي او معلوم پرمختګ‌يې هم کړی دی.

ځواک وايي، دغه عملیات چې تېره شپه پیل شوي دي، د وسله‌والو له خاص مقاومت سره نه‌دي مخامخ شوي او د افغان ځواکونو د انجینرۍ ډله مصروفه ده چي په کوڅو او لارو کې د وسله‌والو له‌خوا ځای پر ځای شوي ماینونه شنډ کړي.

ځواک وویل، افغان ځواکونو ته تلفات نه‌دي رسېدلي.

هغه زیاته کړه عملیات به په نادعلي او باباجي کې تر هغه دوام وکړي چي ټولې سیمې د طالبانو له حضوره پاکې شي.

ځواک په عملیاتو کې د بوختو افغان او بهرنیو ځواکونو د شمېر په اړه څه ونه‌ویل.

د نادعلي چاه انجیر سیمې درې اوونۍ وړاندې د وسله‌والو د یوه ډله‌ییز برید په ترڅ کې سقوط وکړ او د لښکرګاه په څلورمه حوزه باباجي کې ناامنۍ نېږدي یوه کال ته رسېږي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.