چارواکي: سپین بولدک-چمن لارې په بندېدو به سوداګر زیان وویني

د کندهار چارواکي وايي، د سپین بولدک او چمن تر منځ لارې د بندېدو له امله به سوداګرو ته زیات مالي تاوان ورسېږي.

د کندهار د ولایت ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې پرون دوشنبې په‌ دې ولایت کې د پاکستان له قونسولګرۍ سره رسمي خبرې وشوې خو ستونزه لا نه‌ده حل شوې.

صمیم خپلواک زیاته کړه:

"تاسې خبر یاست چې په کندهار کې هوا ګرمه ده او دا د تازه مېوو وخت دی خو د هوا د ګرموالي له امله خرابېږي. د مېوو سوداګرو ته ډېر تاوان رسېدلی دی. د ولایت مقام هڅه کوي چې دا موضوع د بهرنیو چارو د ریاست له لارې، ډېر ژر حل کړي."

د پاکستان حکومت د تېرې چهارشنبې په ورځ د سپین بولدک او چمن لار وتړله.

د کندهار د والي ویاند زیاته کړه چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر هم له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه د ستونزې د حل په هڅه کې دی.