فراه چارواکي: پشت رود کې ۲ ماشومان د چاودنې له امله وژل شوي

د فراه امنیتي چارواکي وایي، دوه لس کلن ماشومان نن د پشت رود ولسوالۍ په کجګین کلي کې د نا چاوده توکو د چاودنې له امله وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنیت امر سمونوال محمد غوث مالیار نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودیدونکي توکي د وروستۍ جګړې له امله په پشت رود ولسوالۍ کې پاتې شوې وو او پر دغو ماشومانو چاودیدلی.

ښاغلي مالیار وویل، د وروستۍ جګړې له امله د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې ډېر ماینونه او ناچاوده توکي پاتې شوي دي.

نوموړي د سیمې له خلکو وغوښتل څو د تګ راتګ پر مهال له پوره احتیاط نه کار واخلي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم یو مازدا ډوله موټر د پشت رود ولسوالۍ په ساج سېمه کې په ماین ور برابر شو چې په‌کې دوه تنه ملکي وګړي ټپیان شول.