احدي د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ په اختلافاتو اندېښنه څرګنده کړه

د نوي ملي جبهې په نوم د حکومت سیاسي اپوزیسیون وایي، د افغانستان روان کړکیچن سیاسي وضعیت د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو په روحیې منفي اغېز کړی.

انوارالحق احدي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په دوام اندېښنه څرګنده کړه.

ښاغلي احدي زیاته کړه:

"کله چې حکومت په کور دننه ستونزې ولرې، متحد نه وي او شدید سیاسي اختلافات موجود وي، په هغه صورت کې د حکومت تمرکز هم لکه څنګه چې لازمه وي امنیتي برخې ته نه وي نو طبعاً دا خپل منفي اغېز لري."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په‎دې وروستیو کې د هېواد امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی او په تیرو څو اونیو کې د بغلان، کندز، هلمند او تخار یو شمېر سیمې د وسله‎والو طالبانو لاسته ورغلي خو وروسته افغان ځواکونه وتوانېدل چې دغه سیمې ونیسي.