کامه وال: طالبانو د کندز شمال کې د الچین پُل نړولی

د کندز امنیتي مسؤلین وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه د کندز ښار په شمال کې د الچین پُل نړولی.

د دغه ولایت د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شېر عزیز کامه وال نن ازادي راډيو ته وویل چې د الچین پل په نړېدو سره د کندز مرکز او څلورو ولسوالیو ترمنځ مواصلاتي لارې تړل شوې دي.

د الچین پُل د کندز ولایت یو مهم پُل دی.

پر دغه پله چې ۳۰۰ متره اوږدوالی یې درلود، د ورځې په سلګونو شخصي، باري او کرايي موټرونه درېیو ولسوالیو او شېرخان بندر ته تلل – راتلل.

خو ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي دا موضوع ردوي.