د لوړپوړو ودانیو جوړولو جواز اخیستلو ان لاین سیسټم فعال شو

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د لوړ پوړو ودانیو د جوړولو د جواز اخیستلو، ان لاین سیستم فعال شو.

د کابل ښاروالۍ مسؤلینو د دې سیسټم د پرانیستلو پرمهال وویل، دا سیستم به ښاري پراختیا منظمه او ښاریانو ته به د خدمتونو رسول ساده او شفاف کړي.

دوی وايي، د ښاري پراختیا معیاري کیدل، په شفافه توګه د ودانیو لپاره د جواز ترلاسه کول، په چارو کې د وخت د ضایع کېدو مخنیوی او ښاریانو ته د ښو او پروخت خدمتونو رسول او نور، هغه ښیګڼې دي چې د "ودانیو د جوړولو د جواز اخیستلو ان لاین سیستم "به یي، خلکو ته برابرې کړي.

د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې د دغه سیستم د پرانیستلو پرمهال وویل:

"هدف دا دی چې موږ هغو کسانو او پانګوالو ته چې د لوړ پوړو او نورو ودانیو د جوړلو جواز واخلي، دا اسانتیا ورکړو چې دوی زموږ سیستم ته ان لاین عریضه وکړي، زموږ همکاران د دوی عریضه ډاونلوډ کوي، ټوله پروسه بشپړوي او بیا پانګوال کولی شي چې په ان لاین توګه د ودانیو د جوړولو جواز ترلاسه کړي."

ښاغلي حبیب زي وویل، دا سیستم به په چاروکې د فساد مخه ونیسي، د ښې حکومتوالۍ پروګرامونه به ګړندي، عواید به زیات او په ښاري پراختیا کې به د بې نظمۍ مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو شاوخوا څوارلسو کلونو کې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې په سلګونه ښارګوټي جوړ شوي چې د افغان چارواکو په خبره، د دې ودانیو اویا فیصده د ښاروالیو او ښاري پراختیا وزارت له معیارونو سره نه دي برابر.

کابل ښاروالي وايي، یوازې په کابل ښارکې د ګڼ شمېر ښارګوټو له ډلې یوازې ۱۸ ویزه شوي او نور یې غیر پلاني دي.

د مخابراتو وزارت مرستیال ایمل مرجان چې په دې ناسته کې حاضر و، وویل، د کابل ښاروالۍ دغه اقدام د الکترونیکي حکومتوالۍ د رامینځته کولو یوه برخه کې دی او د مخابراتو وزارت ژمن دی چې په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره خپلې مرستې جاري وساتي.

ایمل مرجان

هغه زیاته کړه:

"موږ د ان لاین سیسټم پرانیزو، ترڅو زموږ سوداګر که په هیواد کې دننه دي او که بهر، له کابل ښاروالۍ سره اړیکي ولري، دا امکانات موږ لرو، اوژمنه کوو چې په دې برخه کې له ښاروالۍ سره همکار واوسو."

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي وایي، پلان لري چې یوازې د ښاروالې نه بلکې د حکومت ټولې چارې په الکترونیکي سیسټم بدلې کړي.

افغان حکومت وايي، تصمیم نیول شوی چې په لږه موده کې د هېواد اتباعو ته الکترونیکي تذکرې هم وویشل شي.

راپور:خان محمد سیند