وزیري: د خان اباد بېرته نیولو ته جدي امنیتي تدابیر روان دي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره جدي پوځي او امنیتي تدابیر روان دي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن ازادی راډیو ته وویل چې د ملي اردو ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او ډېر ژربه د دغې ولسوالۍ د بېرته نیول لپاره عملیات پيل کړي.

د خان اباد د ولسوال حیات الله امیري وايي چې د خان اباد ولسوالۍ نن سهار له سختې جګړې وروسته د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېده.

د ښاغلي امیري په خبره د کافي مهماتو د نه موجودیت له امله یاده ولسوالۍ وسله والو طالبانو نیولې ده.