د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي د جمعې ورځې له سهار درېیو بجو راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه د.
د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، سیمې ته هوایي ځواک هم رسېدلی خو د تلفات په اړه کره معلومات نشته.
بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته ويلي چې د دوی ملګرو د حصارک ولسوالۍ مرکز اړوند شپږ پوستې نیولي او ادعا کوي چې تر اته ویشت تنو امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې خو ولایتی چارواکي بیا ادعاوې نه مني.