حقمل: امنیتي ځواکونه دې له ښوونځیو پوځي استفاده نه‎کوي

د افغانستان د پوهنې وزارت له امنیتي ځواکونو غوښتنه کړې چې له ښوونځیو پوځي استفاده ونه‎کړي.

د دغه وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل ازادي راډیو ته وویل چې لا هم ځیني ښوونځي د پوځي اهدافو لپاره کارول کېږي.

په دې وروستیو کې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په یوه رپوټ کې ویلي چې افغان پوځیان له ښوونځیو څخه د سنګرونو او پوستو په توګه ګټه اخلي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا که څه هم له ښوونځیو نه د درسي بهیر د رخصتۍ په صورت کې د موقتي پوځي استفادې خبره تائیدوي خو وايي چې ټولو پوځیانو ته امر شوی چې له ښوونځیو د پوځي اهدافو په توګه کار وانه‎اخلي.