د کندز-تخار لویه لار خان‌اباد کې د ټرافیکو په مخ تړل شوې

د کندز-تخار لویه لار په خان‌اباد کې د افغان پوځیانو او وسله‎والو مخالفینو تر منځ د نښتو له امله له پرون راهیسې د ټرافیکو په مخ تړل شوې ده.

د کندز د خان‌اباد ولسوال حیات‌الله امیري ازادي راډیو ته وویل وسله‎والو مخالفینو له پرون راهیسې د خان‌اباد درې پوستې په پرله‌پسې حملو کې نیولي دي او لاهم په سیمه کې جګړه روانه ده.

وسله‎وال طالبان ادعا کوي چې په خان‌اباد کې یې ډېرې پوستې نیولي دي.

تر اوسه پورې دواړو لورو ته د وراوښتو تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.