حکیمي: خپلواکۍ جشن ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تیاری نیولی

د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي

نن د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو ۹۷ کلیزه ده.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي ازادي راډیو ته وویل چې د دې ورځې د لمانځلو لپاره مدني ټولنو له خپل لوري ځانګړي پروګرامونه نیولي دي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم خپله ونډه په‌کې اخیستې ده.

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"موږ هم له بېلابېلو اړخونو څخه، د ټیاټر له اړخه، د افغان فلم له اړخه، د موسیقۍ له برخې څخه، دغه‌راز د ننداتونونو له اړخه او د نورو پروګرامونو په همغږۍ او د جشنونو په برابرولو کې همکاري ورسره کړې ده. هیله مو دا ده چې دا ورځ د هېواد د ملي شخصیت د عامه ذهنیت د مورال لوړولو په خاطر، ښه ولمانځل شي."

هارون حکیمي زیاته کړه چې نن د جشن په ویاړ خلک کولای شي چې ملي موزیم ته له ټکټ پرته ورشي.

په ولایتونو کې هم حکومتي چارواکو او مدني ټولنو نن د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو په ویاړ پروګرامونه جوړ کړي دي.