د روښنايۍ غورځنګ غړي پر خپلې غوښتنې ټینګار کوي

د روښنايۍ غورځنګ غړو یو ځل بیا له بامیانو نه د ترکمنستان د وارداتي برېښنا په تېرېدو ټینګار وکړ.

د دغه غورځنګ غړي عارف رحماني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، که حکومت په دې برخه کې په خپل وخت اقدام ونه‌کړي، نو دوی به خپله مبارزه نوره هم جدي کړي.

دا په‌ داسې حال کې ده چې نېږدې ۲۵ ورځې وړاندې د روښنايۍ غورځنګ په مظاهره کې انتحاري حملې درنه مرګ ژوبله واړوله.

د کورنیو چارو وزارت د دغې حملې وژل شوي ۸۰ کسان ښودلي وو، خو وروسته د عامې روغتیا وزیر وویل چې په دې حمله کې ۶۶ کسان وژل شوي او ۳۰۵ نور ټپيان دي.

د یادې حملې مسؤلیت داعش ډلې په غاړه واخیست.