د ملي یووالي حکومت مشران به نن چهارشنبه سره وګوري

د افغانستان د ملي یووالي حکومت مشران به نن چهارشنبې د سیاسي لانجو پر حل د خبرو لپاره سره وګوري.

د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله مطبوعاتي ډلو دا خبر تائید کړی خو په‌ دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

څو ورځې مخکې، ښاغلي عبدالله په زغرده پر ولسمشر غني جدي نیوکه وکړه چې په مهمو مسئلو د خبرو لپاره نه‌ورسره ګوري او په تېرو څو میاشتو کې یې دوه- په-دوه خبرې نه‌دي کړي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست ویلي چې د دې لیدنې جزئیات به وروسته له مطبوعاتو سره شریک کړي.