امریکا: له ګوانتانامو زندانه ۱۵ بندیان اماراتو ته استول شوي

امریکايي چارواکو پرون اعلان وکړ چې له ګوانتانامو زندان څخه د څو افغانانو په ګډون ۱۵ بندیان متحده عربي اماراتو ته استول شوي.

د بارک اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې دا لومړی ځل دی چې په یوه وار دومره زیات شمېر بندیان له ګوانتانامو څخه بهرته استول کېږي.

ویل کېږي چې متحده عربي اماراتو ته په استول شویو بندیانو کې ۱۲ تنه یمني اتباع او درې افغانان دي چې له دې سره په ګوانتانامو کې د امریکا د سمندري ځواکونو په اډه کې د پاتې بندیانو شمېر ۶۱ تنو ته راټیټ شو.

د ګوانتانامو زندان د بندولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی لي وولوسکي «Lee Wolosky» وايي، د ګوانټانامو زندان د فعالیت دوام د سرچینو د لګښت، د امریکا له مهمو متحدینو او شریکانو سره د اړیکو د زیانمنېدو او د افراطي کسانو د هڅولو له کبله د امریکا ملي امنیت کمزوری کوي.

په همدې حال کې د امریکا لپاره د عفوې نړیوال سازمان استازې نورين شاه د ګوانټانامو زندان پر بندولو یو ځل بیا ټینګار کړی.