انګار: ناوې او ګرمسېر کې جګړه پاکستاني جنرالان رهبري کوي

د هلمند امنیتي چارواکي وایي، دوی داسې شواهد لري چې د دې ولایت د نادعلي، ناوې او ګرمسېر ولسوالیو ډله‌ییز بریدونه د پاکستان د پوځ د یو شمېر جنرالانو له‌خوا رهبري کېدل.

په هلمند کې د پولیسو د ۵۰۵ بُست زون قومندان مل پاسوال محمد حکیم انګار دا خبرې نن په هلمند کې خبریالانو ته وکړې.

ښاغلي انګار وویل چې د ناوې او ګرمسېر ولسوالیو بریدونو رهبري په پاکستان کې مېشت لشکر جنګوي او لشکر طیبه وسله‌والو ډلو په غاړه درلوده.

په تېرو دوو اوونیو کې وسله‌والو د هلمند په نادعلي، ناوې او ګرمسېر ولسوالیو کې بریدونه کړي خو د هلمند امنیتي مسؤلین بیا په دغو سیمو کې د پراخو عملیاتو د پیل خبر ورکوي.