جان اف کېنېډي هوايي ډګر کې د ډزو راپورونه غلط ثابت شول

د امريکا نيويارک ايالت په جان اف کېنېډي "John F. Kennedy" هوايي ډګر کې د ډزو راپورونه ظاهراً غلط ثابت شول.

پرون وروسته له هغې چې له دې هوايي ميدان نه د ډزو راپورونه خپاره شول، پوليسو له اتم ترمينل نه مسافر وايستل.

خو دغې اوازې د هوايي ډګر په مسافرو کې وېره خپره کړه. په دوى کې يوه هم کاترين تايلور ده چې له دې ډګره پاريس ته روانه وه، هغې «اېن، بي، سي» ټلوېزيون ته وويل:

"موږ په اول نمبر ترمينل کې الوتکې ته په انتظار ناست وو، ناڅاپه ټولو خلکو هغه لوري ته منډې پيل کړې، موږ د ځينو ډزو اوازونو ته ورته غږونه واورېدل، ټولو پروت وکړ، ټول ډارېدلي وو."

د نيويارک او نيو جرسي سرحدي اداره چې د جان اف کېنېډي هوايي ميدان چارې هم پر غاړه لري، په ټويټر کې په يوه پيغام کې ويلي چې په دې هوايي ډګر کې د ډزو شواهد نه‌دي ليدل شوي.

دغه اداره زياتوي چې اتم نمبر ترمينل د کومې پېښې د مخنيوي لپاره احتياطاً تخليه کړاى شو.