بغلان چارواکي: دهنې غوري ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې

د بغلان ولايت امنيتي چارواکو تاييد کړه چې د دهنه غوري ولسوالۍ مرکز تر پنځه ورځنۍ جګړې وروسته پرون ماښام د دولت-ضد وسله‌والو لاس ته ورغى.

د بغلان امنيه قوماندان جنرال نورحبيب ګلبهاري د دغه خبر په تائيد سره ازادي راډيو ته وويل چې امنيتي ځواکونو تکتيکي شاتګ کړى او اوس مهال د ولسوالۍ مرکز د طالبانو په لاس کې دى.

د هغه په وينا هلته مېشت پوځيان د ولسوالۍ له مرکزه ليرې د دغې ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره په جګړې بوخت دي.

د وسله‌والو طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد رسنيو ته په خپل استول شوي پيغام کې ليکلي چې دوى دهنې غوري ولسوالۍ نيولې، څو رنجره او يو ټانک يې غنيمت نيولي او څو سرتېري يې هم وژلي دي.

خو د بغلان امنيه قوماندان وايي چې تر اوسه د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات په لاس کې نه‌شته.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د دغه ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې هم شديده جګړه روانه وه.