بلخ کې د نجونو بدو ورکولو د زیاتوالي په اړه اندېښنې

د بلخ مدني فعالانو په مزارشریف کې د ولایتي شورا په انګړ کې د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې په بدو کې د نجونو د ورکولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د مدني بنسټونو لسګونه غړو د دین له علماوو وغوښتل څو په بدو کې د نجونو ورکولو پېښو د راکمولو په خاطر د جوماتونو د ممبرونو له لارې عامه پوهاوی ترسره کړي.

بلخ کې د مدني بنسټونو د اتحادیې مرستیالې نیلوفر سیار وویل چې دا ناوړه دود "په بدو کې د نجونو ودونه" یوازې په افغانانو کې دود دی او د نړۍ په بل هېڅ ګوټ کې داسې کومه مسئله نه‌ده موجوده.

هغې یې په اړه وویل:

"په بدو کې د نجونو د ورکولو مسئله یا د هغوی اجباري ودونه یوازې افغانستان کې رواج دي، د نړۍ په بل هېڅ ګوټ کې داسې کومه مسئله نه‌ده رامنځته شوې. دلایل‌یې مختلف دي خو په‌کې ناامني، د قانون نه‌حاکمیت او له حکومته د خلکو فاصله اساسي لامل بلل کېږي."

بل‌خوا په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت د خلکو استازي هم د یادې مسئلې د زیاتوالي په اړه اندېښمن دي، دوی په هېواد کې د نافذه قوانینو نه‌عملي کېدل، د امنیت نه‌شتون او د خلکو د پوهې د سطحې ټیټوالی په کلیو بانډو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو عامل بولي.

په ولسي جرګه کې د خلکو استازی حاجي محمد عبده وايي چې علما دې د دا ډول ناوړه دودونو د مخنیوي لپاره فتواوې صادرې کړي.

هغه وویل:

"په بدو کې د ورکولو د مخنیوي لپاره باید د نافذه قوانینو له مخې چلند وشي او د علماو له‌خوا یې په وړاندې فتواوې صادرې شي، د قانون په چوکاټ کې جدي او هر اړخېزه مبارزه ورسره وشي."

په بلخ کې دیني پوهان او عالمان هم په بدو کې د نجونو د ورکولو دود د اسلام له لحاظه ناسم او مردود بولي او د دې تاوتریخوالي د عاملینو لپاره د مجازاتو غوښتنه کوي.

د دین عالم مولوي عبدالواحد یې په اړه وايي:

"موږ او تاسې خپلې نجونې د غوا او وزو په شان خرڅوو چې دا عمل د دین مخالف کار دی، دا قطعاً حرام دی. په دین کې د ښځو پلورل نه‌شته او بل د نجونو ورکول په بدو کې چې قران او دین‌یې په وړاندې منع راوستې ده."

باید یاده کړم چې د بلخ معترضو مدني فعالانو له پکتیاوال ځوان خان ولي عادل څخه چې اوس مهال‌یې په کابل کې د بدو په بدل کې د نجونو د ورکولو د مخنیوي لپاره د تحصن خیمه درولې، خپل ملاتړ څرګند کړ.

دا په داسې حال کې ده چې په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د دفتر او په بلخ کې د ښځو په وړاندې د تشدد د منع څارنوالۍ د معلوماتو پر اساس چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالو په پېښو کې نسبت پخوا ته شل سلنه زیاتوالی راغلی دی.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی