افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس پلان شوې کتنه ترسره نه‎‎شوه

د ولسمشر اشرف غني او د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله تر منځ پلان شوې کتنه د هغه څه په خاطر چې اجرائیه ریاست‌یې د جمهوري ریاست نه‌چمتووالی بولي پرون ترسره نه‌شوه.

د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمن رحیمي تېره شپه له ازادي سره په خبرو کې په دې اړه چې د ملي وحدت د حکومت دا دوه مشران به کله سره وګوري جزئیات ورنه‌کړل.

ښاغلي رحیمي د جمعې په ورځ په دې احتمالي کتنه کې د بحث د مسایلو په اړه وویل:

"دا کتنه برخلیک جوړوونکې او جدي ده، ځکه موږ هغه دوه لوري یو چې د ملي یووالي حکومت مو په انډول سره جوړ کړی او باید د حکومتوالۍ او نورو مهمو ملي مسایلو په اړه په پرېکړو کې په انډول سره حضور ولرو."

د دواړو مشرانو تر منځ د کتنې مسئله وروسته له هغې مطرح شوه چې ښاغلي عبدالله پر ولسمشر غني سخت انتقادونه وکړل.

ښاغلي عبدالله د پنجشنبې په ورځ د ځوانانو یوې ډلې ته په وینا کې وویل، هغه څوک چې د اورېدلو حوصله نه‌لري د ولسمشر وړتیا هم نه‌لري.

جمهوري ریاست وايي، د ښاغلي عبدالله دا څرګندونې د حکومتوالۍ له اصولو سره په تضاد کې دي.