توخي: د کندهار ـ لښکرګاه لار د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه 

د کندهار ـ لښکرګاه لویه لاره د لسو ورځو بندېدو وروسته نن بېرته خلاصه شوه.

د هلمند د ترانسپورت رییس غفور توخي ازادي راډيو ته وویل چې دا لاره د افغان ځواکونو د تېرو دوو ورځو عملیاتو په نتېجه کې خلاصه شوې ده.

بل لور ته د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډيو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې لس تنه وسله وال طالبان هم وژل شوې دي.

که څه هم ښاغلي ځواک افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویلي خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې ۷ افغان سرتېري هم وژل شوې دي.

په همدې حال کې د دغې لویې لارې موټر چلوونکي وایې چې لاهم په دغه ساحه کې امنیتي ګواښونه شته او تګ راتګ نشي کولی.