غورځنګ: تاجکستان او قرغزستان ته د اتمر سفر له لاسته راوړنو ډک و

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي تاجکستان او قرغزستان ته د حنیف اتمر سفر د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ وايي د ملي امنیت سلاکار د تاجکستان او قرغزستان په ګډون د سیمې له اکثرو هېواونو سره د ترهګرۍ ضد د ګډې مبارزې په برخه کې هوکړې ته رسېدلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي د سیمې له هېوادونو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې اجماع به پر عمومي وضعیت په لنډ مهال منځمهال او اوږد مهاله کې خپل اغېز ولري.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تاجکستان او قرغزستان د امنیت او اقتصاد په برخو کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره مشخصې ژمنې کړي خو د زیاتیو جزییاتو په اړه یې څه ونه ویل.

ښاغلی غورځنګ وايي تاجکستان او قرغزستان هم د ځینو نورو سیمه ییزو هېوادونو په څير ترهګرۍ ته نه ویلي او ترهګر باید پوه شي چې هغوی او ملاتړي یې په سیمه کې دوستان نه لري.

هغه زیاته کړه:

"د منطقې هېوادونو ترهګرۍ او د هغو ملاتړ ته نه ویلي دي او د دې معنا داده چې ترهګر او ملاتړي یې په سیمه او افغانستان کې ملګري نه لري، نو بنا ترهګري یو مشترک ګواښ دی او پر وړاندې یې مبارزه یو سیمه ییز اتحاد او یوه سیمه ییزه اجماع غواړي او ضرورت دی ورته."

د ملي امنیت سلاکار تېره لومړی د خپل تاجکستاني سیال په رسمي بلنه تاجکستان او بیا له هغه ځایه قرغزستان ته ولاړ.

محمد حنیف اتمر

ښاغلي اتمر په دغه سفر کې د تاجکستان او قرغزستان د ولسمشرانو په ګډون له بېلابېلو چارواکو سره د امنیتي او اقتصادي مسایلو په اړه تر خبرو وروسته د جمعې په ورځ بیرته کابل ته ستون شو.

وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا تاجکستان او قرغستان ته د محمد حنیف اتمر د سفر هدف د ترهګرۍ پر وړاندې د سیمه ییزو هېوادونو د همکارۍ جلبول ښودلي و.

د ملي امنیت شورا وايي حنیف اتمر په تېرو نهو میاشتو کې یولس هېوادونو ته د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د جلبولو په هدف سفرونه کړي چې خورا ګټورې پایلي هم درلودې.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي د ترهګرۍ پرضد د ګډې مبارزې په برخه کې د حنیف اتمر هڅې ستايي خو وايي لاهم ځينې هېوادونه په جګړه کې خپلې ګټې ګوري.

د ولسي جرګې لومړی منشي عبدالروف انعامي

د ولسي جرګې لومړی منشي عبدالروف انعامي:

"له شک پرته که یوه سیمه ییزه اجماع رامنځته شي ډېر زیات موثریت به ولري او که چیرته پاکستان په دغه اجماع کې شامل شې او رښینې همکاري وکړي حتا دا ویلي وشو چې تروریزم به نابود شي خو ځینې داسې هېوادونه چې هغوی په جګړه کې خپلې ګټې ګوري."

ښاغلی انعامي وايي که څه هم اوس د نړۍ اکثر هېوادونه په دې واقعیت پوهیږي چې د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې کوم هېواد رښتینې همکاري نه کوي خو بیا هم ‎په هره جوړیدونکې اجماع کې د پاکستان شمولیت مهم دی.

نوموړی وايي ترهغې چې د پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونه د ترهګرو له ملاتړه لاس وانخلي ستونزمنه به وي چې سیمه او نړۍ د ترهګرۍ له شره خلاصه شي.

راپور: محمد حدیث پردېس