حیات: هلمند کې لسګونه وسله وال مخالفین وژل شوي 

د هلمند چارواکي وايي په څو ناامنو ولسواليو کې د وروستيو پوځي عملياتو له کبله شا و خوا دوه نيم سوه دولت-ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند والي نن مازيګر يوه کنفرانس ته وويل، وسله وال په نادعلي، ګرمسېر، ناوې ولسواليو او نورو سيمو کې له ماتې سره مخامخ شويدي.

حيات الله حيات وويل چې دغو ٢٥٠ وسله والو ته د دوو اوونيو په عملياتو کې مرګ-ژوبله اوښتې ده:

"د دښم ن د ٢٥٠ په شا و خوا کې وسلوال وژل شوي يا هم ټپيان دي، په دغو عملياتو کې زموږ ٥٠ تنه ځواکونه هم مړه يا ټپيان دي."

د تلفاتو دغه ارقام خپلواکو سرچينو نه دي تاييد کړي.

دغه کنفرانس ته د وينا پر مهال د لوى درستيز مرستيال ډګر جنرال مراد علي مراد د هلمند له وکيلانو، سياستوالو او نورو بانفوذو شخصيتونو غوښتنه وکړه چې د هلمند د روان وضعيت په کنټرول کې همکاري وکړي.

په وروستيو کې تر نادعلي ولسوالۍ وروسته په ناوې او ګرمسېر ولسواليو کې د جګړو راپورونه ورکول شوي دي.