دفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دفاعي او امنيتي ځواکونو په پوځي عملياتو کې ۲۸ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د دغه وزارت په هغه اعلاميه کې چې نن خپره شوې راغلي چې دغه عمليات په ننګرهار، غزني، پکتيا، پکتيکا، خوست، لوګر، کندهار، فراه، غور، بلخ، فارياب، سرپل، بغلان، هلمند، بدخشان او نورو ولايتونو کې شوې دي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې په دغو عملياتو کې ٢٨ تنه وسله وال وژل شوي چې په وژل شويو کې د هغوى يو سيمه ييز قوماندان هم شامل دى.

د اعلاميې په حواله په دغو عملياتو کې ٢٩ تنه نور وسله وال ټپيان شوي دي.

دفاع وزارت وايي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پوځي عملياتو پر مهال د ملي اردو ١١ سرتېري هم وژل شوي دي.