افغانستان قرغزستان نه وغوښتل چې د ۲ پروژو کارونه چټک کړي

افغانستان له قرغزستان څخه وغوښتل چې د کاسا زر او د پنځو هېوادونو تر منځ د ریل د پټلۍ د پروژو په کارونو کې هلې ځلې چټکې کړي.

دا غوښتنه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د قرغزستان له ولسمشر څخه وکړه.

حنیف اتمر د پنجشنبې په ورځ د قرغزستان په مرکز بشکیک کې له ولسمشر الماس بیک اتمبایف سره وکتل.

د قرغزستان ولسمشر وویل، هېواد یې د دغو پروژو د ژر تطبیق لپاره بشپړ چمتو دی.

د کاسا زر پروژه د قرغزستان بریښنا، د تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي او د اورګاډي د ګډې کرښې د تېرېدو په برخه کې د افغانستان، قرغزستان، چین، تاجکستان او ایران تر منځ موافقه شوې ده.

د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر قرغزستان ته په رسمي سفر تللی دی او تمه ده چې نن د دغه هېواد له امنیتي چارواکو سره پر دوه اړخیزو امنیتي همکاریو خبرې وکړي.