دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ وسله‌وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي د تېرو ۲۴ ساعتونو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ وسله‌وال وژل شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه عملیات د هېواد په شمال او شمال ختیځو برخو کې شوې دي.

دفاع وزارت وایي، د عملیاتو په لړ کې د کندز امام صاحب ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال معاون قاري نصرت هم وژل شوی دی.

تر دې وړاندې هم افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې عملیات کړي چې په وینا یې وسله‌والو ته په‌کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.