چارواکي: د هلمند ناوې ولسوالۍ ودانۍ محاصره تېره شپه ماته شوه

د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وایي، د ناوې ولسوالۍ ودانۍ محاصره د شاوخوا اتیاوو وسله‌والو مخالفینو په مرګ ژوبلې سره ماته شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن سهار آزادي راډیو ته وویل د هلمند والي او لوړپوړي افغان امنیتي چارواکي له ځانګړو افغان پوځیانو سره تېره شپه شاوخوا یوه بجه دې ولسوالۍ ته ورسېدل او محاصره‌یې ماته کړه.

د ښاغلي ځواک په خبره په نښتو کې مخالفینو ته د درنې مرګ ژوبلې په اړولو سربېره ۱۱ افغان پوځیان هم ژوبل شوي دي خو اوس سیمه د کنټرول لاندې ده او چارواکي له پوځیانو سره یو ځای په تصفیوي عملیاتو بوخت دي.

د هلمند پر ناوې ولسوالۍ چې د لښکرګاه جنوب ته پرته ولسوالۍ ده ګڼو وسله‌والو مخالفینو ورباندې ډله‌ییزه حمله کړې وه او د ولسوالۍ د ډېرو سیمو او ودانۍ د سقوط خبرې کېدلې.