حنیف اتمر به نن پنجشنبه د قرغزستان پلازمېنې ته ورسېږي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر به نن پنجشنبه د قرغزستان پلازمېنې بېشکېک ته ورسېږي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی اتمر به د قرغزستان له چارواکو سره په دوه اړخیزو سیاسي او امنیتي مسئلو خبرې وکړي.

پرون د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په دوشنبه کې و.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي اتمر په دې سفر کې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د دې هېواد د ملي امنیت شورا له سکرتر او همدارنګه د کورنیو چارو او د ملي امنیت د چارو له وزیرانو سره کتلي دي.

ښاغلي غورځنګ تاجکستان ته د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار د سفر د هدفونو په اړه وویل:

"د تاجکستان او افغانستان پر پوله د ګډې همغږۍ رامنځته کول، د سازمان شویو جرمونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې او د اقتصادي پراختیا او همکاریو په اړه خبرې د دې سفر د بحثونو مهم موضوعات وو."

غورځنګ دغه راز وویل چې د سیمې هېوادونو ته د ملي امنیت شورا سلاکار د سفرونو د دې لړۍ هدف د ترهګرۍ پر ضد د یوې سیمه‌ییزې اجماع رامنځته کول دي چې تر اوسه پورې نهو هېوادونو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.