افغان ځواکونو هلمند کې د ناوې ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولې

افغان ځواکونو په هلمند کې د ناوې ولسوالۍ بېرته له وسله‌والو طالبانو نیولې ده.

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې افغان ځواکونو تېره شپه د ناوې ولسوالۍ ودانۍ بېرته له وسله‌والو طالبانو نیولې خو دواړو لورو ته ډېر تلفات اوښتي دي.

پر دې ولسوالۍ له څو ورځو راهیسې وسله‌والو طالبانو خپلې حملې شدیدې کړې دي.