ترکیه له روسیې سره د اړیکو رغولو هڅه کوي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وایي هېوادیې له روسیې سره د یوه اوربند د اړتیا، د سوریې د جګړې د ختمېدو لپاره د یوې سیاسي حل لاري او د بشري مرستو د رسولو په برخه کې ورته نظر لري.

مولود چاوش اوغلو نن ویلي، ترکیه او روسیه دواړه په سوریې کې دګډې همکارۍ د یوه پیاوړي میکانیزم پر جوړولو کار کوي.

دا څرګندوني یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په سینت پترز برګ کې ولیدل.

د مولود چاوش اوغلو په خبره د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د پلاوي او د روسي چارواکو ترمنځ خبري نن هم دوام لري.

د دواړو هېوادونو ولسمشرانو تېره ورځ ژمنه کړې چې د مسکو او انقرې تر منځ اړیکي ښې کړي.

رجب طیب اردوغان پرون له خپل روسي سیال سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل:

"ترکیه او روسیه غواړي خپل منځي اړیکي تر بحران دمخه کچې ته بیا ورسوي او حتی غواړو تر هغې کچې لا هم ډیرې اړیکې سره ولرو."

د ترکیې او روسیې اړیکي وروسته له هغه خرابي شوې چې په ۲۰۱۵ کال کې انقرې د روسیې یوه جنګي جټ الوتکه د سوریې پر پوله وویشتله او په هغې پېښي کې یو روسي پیلوټ ووژل شو.