غورځنګ: تروریزم سره د مبارزې په برخه کې سیمه ییزه اجماع جوړه شوې

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې د تروریزم پر ضد مبارزې او افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز لپاره یې سیمه ییزه اجماع ترلاسه کړې ده.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ وایي، د سیمې اکثرو هېوادونو ژمنه کړې چې د تروریزم په ځپلو کې له افغانستان سره درېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې د سیمې د هېوادونو له خوا د تروریزم ضد اتحاد جوړ شوی دی.

د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د تروریزم ضد مبارزې لپاره د سیمې د هېوادونو نظر یو شوی او اکثرو دغو هېوادونو د عملي لاس په کار کېدو ژمنه کړې ده.

هغه زیاته کړه:

"د سیمې ټولو هېوادونو چې ورته سفرونه شوي مثبت نظرونه درلودل، د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د سیمې د هېوادونو لید لوری مشخص دی، د لید لوري او د دوی ژمنتیا مشخص کیدل د سیمه ییزې اجماع عملي پیل دی."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د دوشنبې په ورځ د خپل تاجکستاني سیال په بلنه هغه هېواد ته تللی او وروسته به قرغزستان ته ولاړ شي.

د دغو سفرونو هدف هم د تروریزم ضد مبارزې لپاره د سیمه ییزې اجماع ترلاسه کول دي.

د یوې اوونۍ په موده کې د سیمې هېوادونو ته دا د ښاغلي اتمر دویم سفر دی، هغه له دې وړاندې د تېرې یکشنبې په ورځ د ایراني چارواکو په بلنې ایران ته هم سفر کړی دی.

حنیف اتمر د تېرې شنبې په ورځ په رسمي بلنه ایران ته تللی و

له دې وړاندې د ملي امنیت سالاکار محمد حنیف اتمر چین، روسیې، هندوستان، اذربابجان او ځینې نورو هېوادونو ته هم سفرونه کړي تر څو د تروریزم په وړاندې د مبارزې او افغان ځواکونو سره د نظامي مرستو په خاطر د سیمې هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړي.

هند د نورو مرستونو تر څنګ افغان هوايي ځواکونو ته څلور هلیکوپټرې ورکړې، روسیې بیا افغان ځواکونو ته لس زره میله کلاشینکوفه وسپارل او په دې وروستیو کې د چین د مرستو بسته چې بېلابېل نظامي او امنیتي وسایل یې درلودل هم افغان لوري تر لاسه کړه.

روسیې افغان ځواکونو ته لس زره میله کلاشینکوفه وسپارل

د ملی امنیت شورا وايي چې ښاغلی اتمر د سیمې ځينې نورو هېوادونو ته هم سفرونه لري.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان که څه هم د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې سیمه ییزې اجماع جوړیدو ته خوشبینه دي خو ټینګار کوي تر هغې چې د پاکستان په څير د تروریزم پر ملاتړي هېواد یوځايي فشار وارد نه شي د مبارزې دا ډول هڅې به هم ډېر وخت واخلي.

له دې کارپوهانو یې طوفان وزیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"باید یو ایتلاف رامنځته شي چې پاکستان تر فشار لاندې راوستل شي ځکه پاکستان اوس یوازې افغانستان نه بلکې سیمه او نړی ګواښي او له بله لوري باید پاکستان وهڅول شي چې د سولې په برخه کې مرسته وکړي او وسله وال کسان دې ته مجبور کړي چې خبرو ته حاضر شي."

له دې وړاندې جمهور رییس غني هم ویلي چې له پاکستان پرته یې د سیمې د هېوادونو اجماع تر لاسه کړي ده.

د سیاسي چارو کارپوه طوفان وزیري وايي چې افغانستان باید د پاکستان سر غړونې او اعمال مستند کړي تر څو دا هېواد د تروریزم سره ريښتینې مبارزې ته مجبور شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ