کلېفلېنډ: هلمند کې د رسنیو رپوټ په اندازه وضعیت خراب نه‌دی

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت وايي، په هلمند کې هغومره هم وضعیت خراب نه دی چې رسنۍ یې په اړه رپوټ ورکوي.

په کابل کې د دغه ماموریت ویاند چارلس کلېفلېنډ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان ځواکونه په قوي مورال په هلمند کې د وسله والو مخالفینو پروړاندې جګړه پرمخ وړي.

نوموړی وايي، طالبان هڅه کوي چې په هلمند کې د زیاتې ساحې په لاندې کولو ځانته خوندي پټن ځایونه ومومي خو افغان ځواکونه باید پرنیږدي چې طالبان دغه هدف ته ورسیږي.

په کابل کې د ناټو قاطع ماموریت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال وايي، افغان ځواکونه په نادعلي او چاه انجیر کې د وسله والو مخالفینونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.

طالبانو بیا ویلي چې په هلمند کې د دوی له خوا جګړه په شدت سره مخته روانه ده.