د کندز د ملي امنیت رئیس په وسله واله حمله کې ټپي شو

د کندز د ملي امنیت رئیس د وسله والو طالبانو په وسله وال برید کې ټپي شو.

په کندز کې د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شیرعزیز کاموال وايي چې د محمد جسیم انوري موټر د کندز په انګور باغ سیمه کې د وسله والو طالبانو تر برید لاندې راغی خو نوموړی په دغه پېښه کې برسیرن ټپی شوی دی.

د ښاغلي کاموال په خبره انوري د درملنې لپاره د مزار شریف ښار ته لیږدول شوی دی.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي وايي، په وسله وال برید کې د کندز د ملي امنیت رئیس ټپي کړی او دوه ساتونکې یې وژلي خو کاموال په دغه پېښه کې د چا د وژل کېدو خبره نه مني.