د هلمند چاه انجیر جګړې په اړه د ازادي راډیو خبریال لیدلی حال!

د افغان ځواکونو هغه قطعات د وسله والو له سخت مقاومت سره مخ دي چي د نادعلي چاه انجیر کلي ته استول شوي دي.

په چاه انجیر کي افغان ځواکونو تر هغه ډېر لږ پرمختګ کړی دی چې افغان چارواکي يي خبر ورکوي.

چاه انجیر د نادعلي ولسوالۍ په دې سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه دېوال په دېوال او کور په کور ادامه لري.

هلته مېشت سرتېري وايي په عادي ورځ یاشپه هم په لسګونه زره مرمۍ ویشتل کېږي، خو د تلفاتو درک نه لګېږي.

که څه هم کمانډو ځواکونو د چاه انجیر د جنوبي کلی د بازار پر پوسته د وسله والو بیرغ راکښته کړی دی خوهغه پوسته اوس د وسلوالو او افغان ځواکونو ترمنځ پرمیدان پاته ده.

هلته ټوله فضا ډزو او سړکونه د افغان ځواکونو هاموي او ضربتي ټانګونو نیولي ده.

په ورته وخت کې د هلمند والي ویاند عمر ځواک د نادعلي چاه انجیر کې جګړې تاییدوي خو وايي چې هلته موجود افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې د وسله والو طالبانو حملې دفعه کړي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د نادعلي چاه انجیر سیمې ته تللی او دا راپور یې چمتو کړی:

Your browser doesn’t support HTML5

د محمد الیاس داعي راپور