محمد علي: طالبانو د بغلان پر دهنه غوري بیا حمله کړې

د بغلان امنیتي چارواکي وايي، وسله والو طالبانو نن سهار د بغلان ولایت د دهنه غوري پر ولسوالۍ حملې پیل کړي دي.

د دهنه غورۍ ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد علي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې افغان ځواکونه په قوي مورال دلته د وسله والو مخالفینونو پرضد جګړه کوي.

امنیه قوماندان د هغو سیمو په اړه چې طالبانو لاندې کړي او دغه راز د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

د بغلان د دهنه غورۍ ولسوالۍ د ډنډ غوري سیمې لودیځ ته پرته ولسوالۍ ده.

خپله ډنډ غوري سیمه بیا د طالبانو په لاس کې ده.

د یو بل خبر له مخې د سمنګان په حضرت سطان ولسوالۍ کې تېره شپه درې وسله وال مخالفین وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.