ویسا: د هلمند په اړه اندیښنې ریښتیا شوې

په هلمند کې روانه جګړه او په دغې جګړه کې ستونزې او لاسته راوړنې د کابل چاپ د نن ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې دي.

د هلمند په اړه اندیښنې ریښتیا شوې، دا د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی.

په سرمقاله کې راغلي، بلاخره د هلمند په اړه هغه وړاندوینې ریښتیا شوې چې له تېر یوه کال څخه یې ځینو رسنیو او مهمو باخبره کړېو خبر ورکاوه.

د سرمقالې لیکوال ویلي، تېره ورځ د دفاع او کورنیو چارو وزیران هم هلمند ته تللي او دا په داسې حال کې ده چې د لښکرګاه د کلابندۍ کړۍ تنګه شوې او طالبانو شپږ ولسوالۍ نیولې دي.

د ورځپاڼې په باور، د هلمند جګړه فاتح نه لري، بلکې تر ټولو زیات زیان یې ولس ته رسیږي او اوس هم د دغې جګړې له امله ډېر کسان بې ځایه شوي دي.

ویسا بیا په یوه جلا مطلب کې د هلمند د ولایتي شورا په حواله لیکلي چې ویلي یې دي، پر هلمند سیاسي معامله شوې او که وضعیت ته پام ونه شي، نو خپله به لاس په کار شو.

هېواد ورځپاڼې بیا د هلمند د جګړې په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د هلمند جګړه د تاریاکو، کانونو او اوبو جګړه ده چې د افغانستان د تاریخي دښمن په لمسون توده ساتل شوې ده.

په سرمقاله کې راغلي، د ملي امنیت شورا تېره ورځ د هلمند پر وضعیت بحث وکړ او دفاع وزارت د لښکرګاه د امنیت ډاډ ورکړ، خو دغې جګړې عام خلک ډیر زیانمن او اندیښمن کړي دي.

د ورځپاڼې په باور، د هلمند د جګړې په اړه د عامو خلکو ګیله له ناټو او امریکا څخه هم کیږي او هغه ځکه چې افغانستان له دواړو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي، خو ناټو او امریکا د هلمند په جګړه کې مداخله نه کوي.

دنیا ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې لیکلي چې د هلمند د جګړې په لومړۍ کرښه کې امنیتي ځواکونه د خوراکي موادو او مهماتو له کمښت سره مخ دي.

په مطلب کې راغلي، د هلمند په ټولو سیمو کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده او تر ټولو توده جګړه د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجیر سیمه کې ده چې زرګونه امنیتي ځواکونه یې مصروف کړي دي.

سرخط ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې په افغانستان کې جګړه روانه ده، خو له پوځي الوتکو څخه د چارواکو د ټکسیانو په توګه کار اخیستل کیږي.

په مطلب کې راغلي، امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي، د ناامنیو ساحه په پراخیدو ده، ځینې سیمې د سقوط له ګواښ سره مخ دي، خو امنیتي ځواکونو ته د هوا له لارې لازم اکمالات نه کیږي او اکثره پوځي الوتکي یا کباړ شوي او یا هم د چارواکو د لیږد را لیږد لپاره ورڅخه کار اخېستل کیږي.