نادري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې مشر وټاکل شو

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانی کمېشنر نادر نادري په افغانستان کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې مشر وټاکل شو.

ښاغلي نادري مخکې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د کمېشنر او ویندوې دنده ترسره کړې ده.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې تېره ورځ خپره شوه، ولسمشر هیله څرګنده کړې چې په دې ډول به د اداري اصلاحاتو بهیر چټک او د حکومت ادارې چارې به منسجمې شي.

د افغانستان دولت په اداري چارو کې د عدم شفافیت او په اداري فساد کې د ښکېلتیا له امله د نړیوالو مرسته کوونکو تر سخت فشار لاندې دی.