د کرنې او مالدارۍ وزارت له خصوصي شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړل

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له څو خصوصي شرکتونو سره د کرنیزې ځمکې د هوارۍ او د اوبو رسونې شبکې د اعمار په هدف نن د ۱۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت دوه تړونونه لاسلیک کړل.

د کرنې وزارت مالي او ادارې مرستیال عبدالقدیر جواد د دغه تړون د لاسلیک پر مهال وویل چې اوس مهال د ځمکې د ناهوارتیا له کبله ۵۰ فیصده د افغانستان اوبه ضایع کیږي.

نوموړي وویل، د دغه تړون له مخې په ۱۳۹۵ کال کې څه باندې ۶۰ زره هکتاره ځمکه په دایکندي، نورستان او پنجشیر ولایت کې هوارېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې د دغو پروژو په تطبیق سره به اوبه هم په سم ډول مدیریت او د کر لپاره د ځمکو تر اماده کېدلو ورسته به د بزګرانو په حاصلاتو او اقتصادي برخه کې هم بدلون راشي.