پسرلی: ۳ هوايي شرکتونو بهرته د تازه میوو د لېږد ژمنه کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسؤلین وايي چې درېیو هوايي شرکتونو ژمنه کړې چې د هوا له لارې بهرته تازه میوه انتقال کړي.

د دغې خوني ویاند سیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې کام ایر، صافي او اریانا هوايي شرکتونو غواړي چې بهر ته تازه میوه او سبزيجات انتقال کړي.

د ښاغلي پسرلي په وینا د دغو شرکتونو مشرانو د تازه میوو له صادرونکو څخه وغوښتل چې د تازه میوې له انتقال څخه دوه ورځې مخکې دوی ته احوال ورکړي څو خپل امکانات برابر کړي.

له دې څخه وړاندې ولسمشرمحمد اشرف غني هم د کرنې د پراختیا په څلورم ملي کنفرانس کې ویلي وو چې له سوداګرو او خصوصي سکتور سره په دې کار کوي چې د جوزا له میاشتې څخه هره ورځ د هوا له لارې ۶۰۰ ټنه تازه میوه بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.