چاپان د امریکا د اټم بم د حملې ۷۱ مه کلیزه ولمانځله

چاپان نن په ناګاساکي ښار د امریکا د اټوم بم د حملې ۷۱ کلیزه ولمانځله.

په سیمه ییز وخت په هغه ځای کې چې دغه بم راغورځول شوی و، له دغې حملې د ژوندي پاتې شوېو او د قربانیانو د کورنیو په ګډون په زرګونو کسان راټول شوي و چې د زنګ له وهل کېدو وروسته یې یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

په دغه چاودنه کې سمدستي شاوخوا ۷۴ زره کسان ووژل شول او په وروسته میاشتو او کلونو کې یې د راډیواکتیف وړانګو د ناروغیو له امله په زرګونو کسانو خپل ژوند له لاس ورکړ.

دغه حمله درې ورځې وروسته له هغې وشوه چې د امریکا متحده ایالاتو د جاپان په بل هیروشیما ښار لومړنۍ اټوم بم وغورځاوه. دغه بم ۱۴۰ زره کسان ووژل.

د ناګاساکي ښاروال د هیروشیما له ښاره د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د وروستۍ کتنې ستاینه وکړه.

هغه د امریکا لومړنۍ ولسمشردی چې د دندې په مهال له دې ښاره کتنه کوي.

د ناګاساکي ښاروال وویل، دی دې حقیقت ته په پام سره چې نړۍ باید له اټومي وسلو څخه پاکه وي، د نړۍ له نورو مشرانو هم غواړي چې د ده ښار ته ورشي.