ځواک: امنیتي ځواکونو د هلمند ناوې له ځينو سیمو شاتګ کړی

د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي چې امنیتي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ له یو شمیر سیمو څخه تاکتیکي شاتګ کړی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه شاتګ وروسته له هغې وشو چې په ناوې کې جګړه سهار ډیره توده شوه.

ښاغلي ځواک زیاتوي چې د تازه د مي سرتېرو په رسېدو سره به پرېښودل شوې سیمې بېرته د دولت تر کنترول لاندې راشي.

خو د ناوې ولسوال ته نږدې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې دامهال د ولسوالۍ په ودانۍ باندې حمله روانه ده او د ولسوالۍ ټولې سیمې د وسله والو لاس ته لوېدلې دي.

وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ملګرو یې د هلمند ناوې ولسوالۍ کې پرمختګ کړی.