وزیري: د حافظ محمد سعید د وژلو په اړه راپورونه ترلاسه شوي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د خراسان لپاره د داعش د ډلې د مشر د وژل کېدو په اړه یې راپورونه ترلاسه کړي او هغه څېړي.

جنرال دولت وزیري پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د حافظ محمد سعید د وژل کېدو په اړه اسناد او شواهد هم وړاندې شوي چې له څېړلو وروسته به یې نتیجه اعلان کړي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان جنرال زمان وزیري د دوشنبې په ورځ د ننګرهار په اچېن ولسوالۍ کې خبریالانو ته وویل چې حافظ سعید د هغو دیرشو وسله والو په ډله کې دی چې په اچېن ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

مخکې هم د سعید د وژل کېدو خبر ورکړل شوی وچې وروسته رد شوې و.