افغان ملت ګوند د تذکرو له تازه طرحې سره مخالفت وښود

د افغان ملت ګوند مشرتابه او په لسګونو غړیو د یکشنبې په ورځ په کابل کې، په یوې خبري ناسته کې د حکومت لخوا له تازه ډیزاین شویو الکترونیکي تذکرو له ویش سره مخالفت وښود.

د دې ګوند ریيس ستانه ګل شیرزاد وویل، شاوخوا دوه کاله کیږي چې حکومت د هېواد اتباعو ته د الکترونیکي تذکرو په ترتیبولو او ویشلو کې پاتې راغلی او اوس چې په دې برخه کې کومې هڅې کوي، معمولي او مناسبې نه دي.

ښاغلي شیرزاد وویل، په ا لکترونیکي تذکرو کې باید ملت، قوم او دین ولیکل شي او ضرورت نشته چې یوه الکترونیکي تذکره دې ضمیمه هم ولري:

"موږ وایو په پیژند پاڼه کې دې، د دین ملت او قوم ذکر وشي او په هغه پاڼه کې چې حکومت یې په ارشیف کې ساتي، کولی شي نورمشخصات په کې ځای کړي، حکومت دې په لوی لاس بحران نه ایجادوي او د هېواد د واقعیتونو په نظرکې نیولو سره دې، داسې پاڼې وویشي چې ملي هویت څرګندونه وکړي او که نو موږ به اعتراضونو ته دوام ورکړو."

ده وویل په اساسی قانون کې د هېواد اتباعو ته افغان ویل شوي او باید عملي شي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت وايي، الکترونیکي تذکره به یوه ضمیمه ولري او د یو تبعه د هویت یو لړځانګړتیاوې به په کې درج شوي وي.