غورځنګ: د جګړې ګټلو لپاره د سیمه ییزې اجماع را منځته کېدل مهم دي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي په هېواد کې د روانې جګړې د ګټلو لپاره د افغان ځواکونو د تجهیز ترڅنګ د سیمه ییزې اجماع رامنځته کېدل مهم دي.

ددغې شورا ویاند تواب غورځنګ نن ازادي راډیو ته وویل، ایران ته د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر سفر هم له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کېدو په هدف شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر ایران ته د دغه هېواد د ملي امنیت د شورا د رییس علي شمخاني په رسمي بلنه په دوه ورځني سفر تللی او ټاکل شوې نن به د ایران د کورنیو چارو له وزیر سره د افغانستان او ایران د ګډې پولې د امنیت په اړه هم خبرې وکړي.