سرخط: د دوه سري حکومت دوه سرې تذکره

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د لوګر په ازره ولسوالۍ کې د پاکستاني هلیکوپټرې د بېړنۍ ناستې د څرنګوالي، د الکترونکي تذکرو د نوې طرحې او په یوشمېر نورو موضوعاتو لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپانې لیکلي په پاکستانۍ هلیکوپټرې کې د پاکستان د لوی درستیز جنرال راحیل شریف زوم هم و.

وړاندې په مطلب کې راغلي په یادې هلیکوپټرې کې د وسله والو ځايي قوماندانانو، ملا شرین او ملا همایون ته ۱۵۰ جوړه نظامي یونیفورم، ۳۰۰ مبایل سیټونه او ۱۴۰ زره امریکايي ډالر راوړل شوي وو.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې چې پاکستان د وسله والو ملاتړ کوي، ملاتړ یې اوس ان تر هوايي اکمالاتو پورې ورسېده.

د لیکوال په باور اوس په کار ده چې دا چاره د وسله والو مخالفینو د نور ملاتړ ترڅنګ دا د هوا له لارې د هغوی د اکمالاتو هڅه وګنل شي او باید خلکو اونړۍ ته رسوا شي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې لیکلي د پاکستانۍ هلیکوپترې عمله به ډېر ژر پاکستان ته تسلیم کړي.

وړاندې په مطلب کې د طالبانو له قوله ویل شوي، اړتیا نه شته چې پاکستان د هلیکوپټرې دعملې د سپارلو لپاره له امریکايي او افغان چارواکو سره اړیکې ونیسي.

ویسا ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې د مشرانو جرګې له قوله لیکلي د اجراییه ریاست له لوري د الکترونکي تذکرو نوې طرحه د اساسي قانون خلاف او غیر عملي ده.

سرخط:

د سرخط خپلواکې ورځپانې د سرمقالې عنوان دی د دوه سري حکومت دوه سرې تذکره.

د سرمقالې لیکوال پوښتنه کړې دا کوم منطق دی چې په تذکره کې ملت او دین نه شي ځایېدای، خو په ملت پاڼه کې دې په دې اړه تر دېرشو زیات موارد ثبت کړای شي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي افغانیت په افغانستان کې د ټولو قومونو ملي هویت دی، له ملي هویته پرته ملتونه خپله پېژندګلوي نه شي ساتلای.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې ایا عجیبه نه ده چې پاکستان د وسله والو پر ضد مبارزه کوي؟

په سرمقاله کې راغلي پاکستان په داسې حال کې د افغانستان، پاکستان، چین او تاجکستان په څلور اړخیزه غونډه کې د تروریزم په ضد په مبارزه کې ټټر وهلی چې تراوسه د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د دې هېواد د هلیکوپترې بیړنۍ ناستې په اړه کره معلومات نشته.

د لیکوال په اند افغانان باور نه لري چې پاکستان به د تروریزم په ضد په مبارزه کې صادقانه اقدام وکړي.

هېواد

د هېواد دولتي ورځپانې په سرمقاله کې سپارښتنه شوې چې امریکا دې په پوره جدیت ترهګر او د هغوی ملاتړي هېوادونه وځپي.