د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ایران ته ولاړ

د افغانستان د ملی امینت سلاکار محمد حنیف اتمر نن په یو دو ورځنۍ سفر ایران ته ولاړ.

د ملي امنیت شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی اتمر به له ایراني چارواکو سره له تروریزم په ګډې مبارزې ، مخدره مواد او امنیتي مسایلو باندې خبرې وکړې.

خبرپاڼه وایې چې حنیف اتمر د ایران د ملي امنیت شورا د مشر علي شمخاني په رسمې بلنې دغه هېواد ته تللی.

د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې په دې سفر کې به ښاغلی اتمر خپل ایراني سیال سربیره د ایران د بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو سره هم وګوري.