زابل کې د ترافیکي پېښې پرمهال ۳ تنه وژل شوي

د زابل په ښاري صفا ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې درې تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د ښاري صفا ولسوال عبدالصمد دراني ازادي راډیو ته وویل چي تېره ورځ ناوخته د کندهار - زابل ترمنځ په ښاري صفا ولسوالۍ کې د یوه فلډرموټر او یوه مازدا موټر د ټکر په پېښه کي دري تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ولسوال په وینا وژل شوي کسان د فلډر موټر سپرلۍ وه چې له زابل څخه کندهار ته روان و.

ویل کېږي چي په وژل شو کسانو کې په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر د پخواني مشر طیب اغا ورور محمد یوسف اغا هم شامل دي.

محمد یوسف اغا چې تازه کندهار ته راغلی وو په قطر کې اوسېدی او تر هغه مخکې په پاکستان کي وو.